Loading weather...
Afghanistan Map

کټواز مهالنۍ

د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ او تحلیل

زموږ په اړه

کټواز مهالنۍ
د پوهې او معرفت خپروونکی

"کټواز مهالنۍ یوه ازاده، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده چې د شال ټولنیز او پراختیایي بنسټ له لوري په ۲۰۲۰ کال کې په پکتیکا ولایت کې پیل شوې. دا مهالنۍ د دې لپاره رامنځته شوې چې د فکر، پوهاوي او بدلون غږ وي. زموږ هدف دا دی چې د ټولنې د بېلابېلو برخو غږونه راټول، ولولو او خپاره کړو. له ښځو، ځوانانو او لیکوالو نیولې، تر کلتوري فعالانو، شاعرانو، او شنونکو پورې."

کټواز مهالنۍ د علم، ادب، فرهنګ، هویت، انساني ارزښتونو او د سیاسي پوهاوي د خپراوي یوه هڅه ده. دا خپرونه هڅه کوي چې د افغاني ټولنې ژورې مسئلې راوسپړي، نوي بحثونه راپورته کړي، او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې د ملت شعور وغوړوي.

موږ باور لرو چې هره لیکنه، هره تبصره، او هره کیسه کولای شي د بدلون تخم وکري. له همدې امله، کټواز مهالنۍ نه یوازې یو نشریاتي بستر دی، بلکې د فکر، عدالت، مقاومت، او ارمان یو فرهنګي حرکت هم دی.

زموږ لید

موږ باور لرو چې یوه باخبره، فکري او ښاري ټولنه هغه وخت رامنځته کېږي چې د خلکو غږونه واورېدل شي، وپالل شي او خپاره شي. زموږ لید دا دی چې کټواز مهالنۍ دې د افغاني ټولنې د فکري ویښتابه، بیان ازادۍ او انساني ارزښتونو یوه ځواکمنه فضا وي چې د بدلون الهام ووسي.

زموږ ماموریت

زموږ ماموریت د باوري او مسؤولانه خپرونو له لارې د افغانستان د سیاسي، فرهنګي، ادبي او ټولنیزو بحثونو پوهاوي پراخول دي. موږ هڅه کوو چې د ښځو، ځوانانو، شاعرانو، لیکوالانو او ټولنیزو فعالانو غږونه راټول او خپاره کړو، څو له حاشیې مرکز ته راشي.

زموږ ټیم

فتانه ژوند

فتانه ژوند

مدیر مسول

د کټواز مهالنۍ د عمومي چارو مشري کوي. د خپرونې د لوري، محتوا او د ارزښتونو پالنه یې دنده ده. هغه ډاډ ترلاسه کوي چې ټوله ډله په همغږۍ کار وکړي، او د موضوعاتو له ټاکلو نیولې تر خپرېدو پورې بهیر وڅاري.

مهتاب خسته

مهتاب خسته

ایډیټر

د کټواز مهالنۍ د لیکنو ژبنیز، ادبي او محتوايي اصلاحات کوي چې لیکنې لوستونکو ته روښانه، روانې او له تېروتنو پاکې وړاندې شي.

کتونکي د خپرونې

کتونکي د خپرونې

د بیاکتنې پلاوی

د کټواز مهالنۍ کتونکی پلاوی د مهالنۍ خپرونې له مختلفو زاویو ارزوي، د موضوع د اهمیت، د باور وړتیا، او د ټولنیز اغېز له مخې یې کتنه کوي. هغوی د نشر وړاندې وروستی نظر وړاندې کوي.

زموږ تاریخچه

کټواز مهالنۍ په ۲۰۱۵ کال کې د یوې کوچنۍ څېړنیزې ډلې له‌خوا رامنځته شو، چې موخه یې د افغانستان او سیمې په اړه د کره معلوماتو خپرول وو.

په پیل کې یوازې د یوې میاشتنۍ خپرونې په بڼه وو، خو وروسته یې خپل فعالیتونه پراخ کړل او اوس په انلاین او چاپي بڼو خپرېږي.

موږ په تېرو کلونو کې د ګڼو خلکو د باور وړ سرچینه پاتې شوي یو او د راتلونکي لپاره لا زیاتې پراختیا پلانونه لرو.

Our History

۲۰۱۵

د پیل کال

۲۰۲۴

اوسني کال

Afghanistan Map Background

زموږ سره اړیکه ونیسئ

د نورو پوښتنو، نظرونو یا همکارۍ لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ. موږ به ډېر خوښ شو چې ستاسو غږ واورو.

اړیکه ونیسئ